د ننګرهار په سرحدي ښار تورخم کې د اشغالګر دښمن د اکمالاتي کاروانونو په تمځای د اسلامي امارت د استشهادي مجاهدينو د وسلوال بريد له امله درانه مالي اوځاني تلفات واوښتل.
د راکړل شوي خبر په اساس استشهادي مجاهدين لومړی يو کوچني تمځای ته ځانونه ورسول او هلته يې په ولاړو ټيلرانو او ټانکرونو کې مقناطيسي ماينونه ځای په ځای کړل او له انفجارونو وروسته يې په خوندي توګه دوهم لوی تمځای ته ځانونه ورسول.
په لومړي تمځای کې 13 ټيلر موټر 26 ټانګونه او 9 کانټينران په بشپړه توګه د اور خوراک شول.
د عيني شاهدانو له قراره استشهادي مجاهدينو په دوهم هدف کې په ميړانه د دښمن له عسکرو او هوايي ځواک سره په ساعتونو جګړه وغځوله او هلته يې هم په زيات تعداد کې ټيلر موټرانو چې ټانګونه پکې بار وو، کانټينرونو او ټانکرانو ته اورونه ورته کړل او ګڼ يې په چسپکي ماينونو والوزول.
دغه جګړه چې سهار وختي 5 نيمي بجې پيل شوه د غرمې تر 9 نيمو بجو پوري وغځېده.
د موثق راپور په اساس په دې څلور ساعته جګړه کې د دښمن 102 لوی ټانګونه، 22 اکمالاتي کانټينر، 14 د تيلو ټانکر، 48 عرادې ټيلر موټر او يو ګڼ شمېر نور نقليه او پوځي وسائط په بشپړه توګه وسوزېدل، له دې علاوه زياتو بهرنيو او کورنيو عسکرو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته.
د جګړې په پای کې د اسلامي امارت درې تنه استشهادي مجاهدين، امرصاحب سعيدمحمد د ننګرهار، قاري سليم د غزني او استاد مسرور د هلمند ولايت اوسېدونکي د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل، انالله وانا اليه راجعون.
2013-12-18
افغانستان